برتانیا کې یو پنځه ویشت کلن ځوان د چاړې په ګوزارونو درې کسان وژلي

comments 0

4 Views

هندوکش ــ برتانیا: برتانوي پولیس وايي، په ریډینګ ښار کې د چړې برید کې درې کسان وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي او مشکوک بریدګر چې یو پنځه ویشت کلن ځوان دی له پېښې سره د تړاو په تور نیول شوی دی.
امنیتي سرچینو ویلي، اټکل کېږي چې مشکوک کس لېبیایی دی.
د برید په ځای کې د ترهګرۍ ضد پولیس لیدل شوي، خو پولیس له دې پېښې سره د یوه “ترهګریز” برید په توګه چلن نه کوي.
لومړي وزیر بورېس جانسن ویلي: “له ټولو قربانیانو سره غمشریکي ښکاره کوم”.
یوه ۲۰ کلن عیني شاهد لورنس ورټ ویلي، له پېښې یوازې لس متره لیرې و:
“سړی روان وو او هلته موږ اته – لس کسان وو، کیڼې خوا ته وګرځېد او درې کسان یې په ګړې ووهل. بیا نورو خلکو ته ورغی،‌خو مخکې له دې چې پر هغوی برید وکړي، یوه سړي بریدګر په چړې وواهه.”
محمد حنیف بیدار

Share this page to Telegram

Comments