برتانویانو دداعش ډلې د یوه قوماندان له نیولو سره مخالفت کړې

comments 0

0 Views

هندوکش – پروان: افغان امنیتي ځواکونو په پروان کې د بهرنیو کړیو فشار له امله دداعش ډلې یو قوماندان و نه نیوه.
دغه څرګندونې د پروان والي انجینر محمد عاصم کړي دي.
نوموړي زیاته کړه : امنیتي ځواکونو غوښټل څو مودې وړاندې دداعش ډلې یو قوماندان عتیق الله ونیسي خو د بهرنیو کړیو فشار له امله ونه نیول شو.
نوموړې وایې، کله چې افغان ځواکونو عملیات پيل کړل، نو ځینو کړیو ورته ویلي، چې هغه دې و نه نیول شي او که ونیول شي نو ځانګړو کسانو ته دې وسپارل شي.
د نوموړي په وینا دغه کس په کوه صافي که ددعش ډلې مشري کوي.
تردې دمه برتانوي ځواکونو په دې اړه څه نه دي ويلي.
یاده دې وي چې برتانوي ځواکونه افغانستان کې د ناټو ځواکونو په چوکات کې اوسیږي چې افغان امنیتي ځواکونو ته سلا مشورې ورکوي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *