براین هوک له انسټیا کرام څخه غوښتنه کړی چی د ایراني چارواکوحسابونه وتړي

comments 0

0 Views

هندوکش – امریکا: د ایران په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي براین هوک له ټولنیزو شبکو، فیسبوک، ټویټر او انسټیاګرام څخه غوښتنه کړې ده چې د ایراني چارواکو حسابونه وتړي.
براین هوک، له بلومبرګ شبکې سره په مرکه کې ویلي، څو پورې چې ایرانیانو انټرنټ ته لاسرسی نه وي موندلی، تر هغو دې د ټولو ایراني چارواکو حسابونه وتړل شي.
هوک، ایراني چارواکي په دوه ګوني چلند تورن کړي دي او زیاته کړې یې ده چې دوی خپله له انټرنټ څخه کار اخلي خو خلک یې بیا له دې خدمتونو څخه بې برخې کړي دي چې دا له ایرانیانو سره ظلم او جفا ده.
نوموړی دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې په دې وروستیو کې په ایران کې تر پراخو لاریونونو وروسته ایراني حکومت پر خلکو انټرنټي خدمتونه بند کړي دي.
ایران بیا د براین هوک په دغو څرکندونو نیوکه کړی او ویلی دی چی د لاریون کونکو تر شا د بهرنیانو لاس درلود او غوښتل يي چی دانټرنټ په واسطه لاریون کونکو ته ناسمی مشوری ورکړی.
فکور نعیمي

Share this page to Telegram

Comments