براوني چغوندر

comments 0

0 Views

اړین توکي :
اوړه – ۱۵۰ ګرامه
پاخه شوي چغوندر – ۲۵۰ ګرامه
هګۍ – ۳ دانې
زنجبیل – ۵۰ ګرامه
کوچ – ۱۰۰ گرامه
تخته ای کاکو – ۲۲۵ ګرامه
دکاکاوو پوډز – ۵۰ گرامه
بوره – ۲۰۰ گرامه
وانیل – یوه قاشوغه
جوش شیرین – یوه قاشوغه
د پخولو طریقه:
لومړی داش په ۱۸۰ درجو کې بلوو وروسته یوه ناسوزه تابه اخلو په ډېر کم اندازه حرارت یې ږدو کوچ او کاکو ور زیاتوو تر څو اوبه شي تر څو چې یاد توکي اوبه کېږي باید سره ګډ یې کړئ د توکو له وېلې کېډو ورسته تابه د حرارت له سره لېرې کوو او پرېږدو یې تر څو سړه شي .
اوس د چرګو هګۍ او بوره په یو مېکسر کې سره ګډوو تر څو رنګ یې سپین شي د پنځو دقیقو لپاره یې ګډوو وروسته د اوړو مخلوط د کاکاو اوړه جوش شیرین له یادو توکو سره یوځای کوو او لږ یې سره ګډوو وروسته چغوندر د کاکاو مخلوط زنجبیل او کوچ سره ګډوو .
اوس یو قالب په غوړیو غوړوو وروسته ناسوزه کاغذ د قالب په بیخ کې اچوو وروسته یاد تیار شوي توکي د قالب په بیخ کې اچوو او د ۳۵ دقیقو لپاره یې داش کې ږدو وروسته ستاسو براوني تیار دي .
نوش جان

Share this page to Telegram

Comments