برازیل کې ۴۰ زندانیان وژل شوي دي

comments 0

0 Views

هندوکش – برازیل: د برازیل حکومت وایي چې، ددغه هېواد امازون ولایت په ۴ زندانونو کې شخړو لږ تر لږه ۴۰ بندیان وژلي دي.
دا پېښه د یاد ولایت په یوه زندان کې د څو ډلو ترمنځ په اړودوړ کې د ۱۵ بندیانو تر وژل کېدو یوه ورځ وروسته شوې ده.
چارواکو ویلي، د دوشنبې په ورځ‌ یې ۴۲ ځوړند شوي بندیان وموندل، خو ځینو چارواکو ویلي، ډېری بندیان د فضا د تنګېدو له کبله مړه شوي.
د بندیانو ترمنځ اړدوړ او بیا نښته د یکشنبې په سهار پیل شوې وه چې لږ تر لږه ۱۵ بندیان پکې وژل شوي وو. له دې ډلې ځینې په چړو وهل شوي وو خو وروسته وموندل شوه چې ځینې بندیان راځړول شوي دي.
په یاد زندان کې دوه کاله مخکې هم پاڅون وشو چې بیا پر تاوتریخوالي واوښت او په پایله کې یې ۵۶ کسان ووژل شول.
د رسمي شمېرو له مخې، په برازیل کې د بندیانو شمېر تر ۷۱۲ زرو اوړي، برازیل د ډېرو بندیانو لرلو له اړه په نړۍ کې درېیم هېواد دی.
محمد حنیف بیدار

Share this page to Telegram

Comments