بدخشان کې له وسلوالو ترهګرو ډلو څخه نیول شوې وسلې ډایاک پروګرام ته وسپارل شوې

comments 0

7 Views

هندوکش ـ بدخشان: د بدخشان ولایت امنیتي چارواکي وايي، چې د افغان امنیتي ځواکونو له لوري د بدخشان ولایت په بیلا بیلو ولسوالیو کې په ترسره شوو عملیاتو کې ۲۰ میله مختلفې سپکې او درنې وسلې او ۲۰۰ ګیلو ګرامه امونیم ناتیریټ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د بې وسلې کولو ملي پروګرام ( ډایاګ)ته وسپارل شوې.
په ورته وخت کې د یاد ولایت اوسیدونکو د افغان امنیتي ځواکونو د هڅو او سرښندنو ملاتړ وکړ او له افغان ځواکونو څخه یې وغوښتل، چې د طالب وسلوالو او نورو ترهګرو ډلو په وړاندې عملیات پراخ کړي.
نجیبه سروري

Share this page to Telegram

Comments