بدخشان کې د پراختیایي پروژو پر پانګونې چین ژمنه کړې

comments 0

0 Views

هندوکش – بدخشان: د بدخشان ځایې چارواکي وایي چې چین ژمنه کړې چې بدخشان کې پر پراختیایي پروژه پانګونه وکړي.
د چارواکو په وینا:«چين ژمنه کړې، چې د دغه ولايت په پراختيايي پروژو کې تر ٩٠ ميليونه ډېر امريکايي ډالر لګوي».
د بدخشان والِ احمد فیصل بیګزاد وایي، چې د دې پروژو پلي کول د بدخشان د خلکو لپاره يو ښه زيرى دى.
نوموړې زیاتوي، چې په دې سره به د افغانستان او چين سوداګريزې، کلتوري او ټولنيزې اړيکې لا سره نږدې شي.
دا په داسې حال کې ده چې چین د بدخشان ولایت د واخان، اشکاشم، زيباک او شغنان ولسواليو د روغتيايي کلينيکونو، ښوونځيو او کلیو سړکونو جوړېدو په برخه کې هم د ٢٠ميليونو ډالرو د لګولو ژمنه کړي ده.
شاه رسول غزنوي

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *