بدخشان کې د طالبانو قوماندان په ګدو ګن کسان وژل شوي دي

comments 0

0 Views

هندوکش – بدخشان: په بدخشان کې ځایي چارواکي وایي چې د افغان امنیتي ځواکونو په بریدونو کې د دولت مخالفې ډلې 17 کسان وژل شوي دي.
د شاهین ۲۰۹ قول اردو مسولین وایي د قاري مطیع الله او قاري عاشور په نامه د طالبانو د دوه تنه قوماندانانو ترمنځ د نښتې په پایله کې ۱۷ طالبان وژل شوي دي.
په هغې خبرپاڼه کې چې نن شنبه د یاد قول اردو له خوا خپور شوې راغلي چې ددې نښتو په پایله کې د طالبانو د یوتن قوماندان په ګډون ددوی ۱۷ غړي وژل شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې، دا نښته نن سهار ۶ بجې د بدخشان ولایت په جرم ولسوالۍ کې ترسره شوې ده.
عبیدرادپور

Share this page to Telegram

Comments