بحریني پلو / عربي خواړه

comments 0

0 Views

اړین توکي :
وریجې ـ ۳ ګیلاسه
د چرګ ورون ـ ۶ دانې
پیاز: ۴ دانې
چهار مغز او د بلادامو خلال : یوه پیاله
پلوي ممیز : یوه پیاله
د لیمو پوډر : یوه قاشوغه
لیمو : دوه دانې
کور کمند او مالګه : د اړتیا په اندازه
د پخولو طریقه:
‍‍‍‍‍لومړی وریجې په اوبو کې لمدوو او مالګه پرې اچوو وروسته چرګان د یوه اندازه اوبو پیازو، لیمو، کورکمند او مالګې سره پخوو البته باید په پام کې ولرې چې د چرګانو اوبه باید زیاتې وي ،ځکه چې د وریجو د دم کولو لپاره د چرګانو د اوبو نه ګټه اخلو ، پیاز پوست کوو ، او سره کوو یې ، تر څو کاملا طلایی رنګ واخلي ، وروسته پوست شوي پیاز په دوه برخو ویشو یوه برخه یې نیم د پلو او نیمایې نور د پلو د تزیین لپاره استفاده کوو ، نیمایي پیاز په قابلمه کې اچوو وروسته د چرګانو اوبه پکې اچوو وروسته له جوش کېدو وریجې پکې اضافه کوو ، او په متوسط حرارت یې پرېږدو ، تر څو اوبه یې ونینیږي ، وروسته لږ اندازه غوړي پکې اضافه کوو ، او له دم وروسته زمونږ پلو آماده دی .
نوش جان مو !

Share this page to Telegram

Comments