باوري سرچینې: طالب د داعش له نوم نه په استفادې د بریدونو پلان لري

comments 0

69 Views

هندوکش ــ کابل: ځینو باوري سرچینو هندوکش پرېس خبري آژانس ته ویلي چې وسله وال طالبان د لوی اختر په دریو ورځو کې پلان لري، چې د داعش له نوم نه په استفادې په ځینو مهمو ځایونو بریدونه وکړي او دا تصور چې طالبان او داعش د یو چتر لاندې د ګډو اهدافو د تعقیب لپاره ترهګریز فعالیتونه کوي غلط ثابت کړي.
دغه امنیتي سرچینې ویلي چې افغان ځواکونو د لوی اختر مراسمو ته پوره چمتوالی نیولی او تر خپله وسه به هڅه وکړي، چې هېوادوال دغه مراسم د سولې او امنیت په فضا کې په ښه ډول سره ونمانځي.
دغه سرچینې ویلي: ” باجوا کابل ته په خپل وروستي سفر کې ټینګار کاوه، چې د افغان ځواکونو لخوا د داعش نیول شوی مشر اسلم فاروقي موږ ته را کړئ، دوی د دې لپاره سختې زارۍ وکړې، خو افغان حکومت هېڅکله هم دې کار ته حاضر نه و”.
سرچینه زیاتوي: “پاکستان د دې لپاره د اسلم فاروقي غوښتنه کوله، چې د دې سړي سره د طالبانو او داعش د ګډو اهدافو رازونه دي، یعنې حکومت له اسلم فاروقي داسې مواد تر لاسه کړي چې ښکاره کوي طالبان، حقاني شبکه داعش او لشکر طیبه افغانستان کې د ای اېس ای د اهدافو لپاره جګړه کوي.”
سرچینه وایي چې د پاکستان دغه لوړ پوړي امنیتي مسؤل ته د ده د سفر په دوره کې هغه کره شواهد وړاندې شول چې د طالبانو او داعش تر منځ یې اړیکه ثابتوله.
سرچینې ویلي چې د طالبانو او داعش له بریدونو وروسته تصور دا دی، چې دواړه ډلې یو تر بله قوي ريښه لري او هغه دا چې دوی د یو چتر لاندې د ای اېس ای لخوا ور کړل شوي اهداف په شریکه د جګړې په زور تعقیبوي، سرچینه وایي چې طالبان د همدې تصور د غلط ثابتولو لپاره د داعش له نوم نه په استفادې د بریدونو پلان لري.
سپوږۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments