بان کي مون: د بین الافغاني خبرو پایله باید د وګړو اساسي حقوق خوندي کړي

comments 0

4 Views

هندوکش ــ کابل: د ملګرو ملتونو پخواني سرمنشي بان کي مون ویلي، چې د افغانستان د سولې په بهېر کې د ښځو د ګډون په هکله باید ډاډ ترلاسه شي.
بان کي مون د افغان د سولې په بهېر کې د ښځو د بشپړ ګډون په اړه د نړۍ له ۱۰۰ مشرانو سره یو ځای شوی او اعلان یې کړی چې سوله نه باید د افغان ښځو په غیاب کې ترسره شي، بلکې باید د دوی ونډه پياوړي وي.
ښاغلي بان د (ښځو، سولې او امنیت لپاره د جیورج تاون) انسټیوټ کې ویلي: “نړیواله ټولنه باید د افغانستان د سولې روان بهېر کې د ښځو ګډون ته لومړیتوب ورکړې ترڅو لوړو امنیتي موخو ته رسېدو لپاره چې لسیزې مو ورته هڅې کړې مرسته وشي.”
نوموړي زیاته کړې چې له ټولو ملي، سیمه‌ییز او نړیوالو لوبغاړو غوښتنه کوو چې د سولې بهېر کې د ښځو له بشپړ ګډون سره یو سوله‌ییز او با ثباته افغانستان تضمین کړې.
په ورته وخت کې د ملي مصالحې عالي شورا ویاند فریدون خوځون وایي چې د افغانستان د سولې بهېر کې د افغان ښځو ونډه په بشپړ ډول په پام کې نیول کېږي.
هغه زیاته کړه: “ښځې د افغانستان د ټولنې نیمه برخه جوړوي، هم مذاکره کوونکي پلاوي، هم رهبري شورا او هم عمومي مجمع کې ځانګړي ونډه لري، ښځې به په پريکړو کې هم ښکاره ونډه ولري او د هغوی حقوق به هېڅکله له پامه نه غورځول کېږي.”
دا په داسې حال کې ده چې د وسله والو طالبانو د مرکچي پلاویو غړیو په بار، بار د افغانستان په حکومت کې د ښځو په ګډون انتقاد کړیدی داسې نا تائید شوي خبرونه هم تر لاسه شوي چې طالبانو د ښځو چارو وزارت د لغوه کیدو غوښتنه کوي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments