بامیانو ته د برښنا رسونې هوکړه لاسلیک شوه

comments 0

95 Views

هندوکش – کابل: د افغانستان برښنا شرکت بامیانو ته د برښنا رسونې ۳ تړونونه لاسلیک کړل.
دا تړونونه د ولسمشر اشرف غني حضور کې د افغانستان برښنا شرکت مشر او د هندي او چینایي کمپنیو ترمنځ لاسلیک شو.
د دې قراردادونو لمخې د نږدې ۴۴ میلیونه ډالر په ارزښت له دوشي تر بامیانو د ۳ سوه میګاواټ په ظرفیت د ۲۲۰ کیلو ولټ مزي تمدید هم شامل دی.
دغو پروژو کې د یوولس عشاریه شپږ میلیونه ډالرو په ارزښت د بامیانو د اژدر سیمې د ۲۲۰ پر ۲۰ کیلو ولټ سب سټیشن چې ۳۲ میګاواټ ظرفیت لري هم جوړیږي.
دریم تړون د ۲۴ میلیونه ډالرو په ارزښت د بامیانو ښار برښنا د ویش شبکه ده چې لومړي قدم کې به شل زره او راتلونکې کې ۳۵۰ مشرکینو ته برښنا ورسوي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments