بالامرغاب کې د وسله والو مرکزونه ویجاړ شوي

comments 0

13 Views

هندوکش – بادغیس: دفاع وزارت د بادغیس په بالا مرغاب کې د وسله والو د څلورو مرکزونو د ویجاړولو خبر ورکوي.
دفاع وزارت وايي، بالا مرغاب ولسوالۍ په نورزیو، بارکزو، اسحاقزو او علیزو کلیو کې یې د وسله والو پر مرکزونو هوايي بریدونه کړي او په بشپړ ډول یې مرکزونه له منځه وړي دي.
سرچېنې د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي او نه هم طالبانو ددغه خبر پخلی کړی.
بالا مرغاب د بادغیس له نارامه ولسوالیو یوه ده چې له اوربند وروسته په اوله شپه طالبانو په کې دیرش امنیتي سرتیري ووژل.
عاطفه مصمم

Share this page to Telegram

Comments