بالاخره د نړۍ تر ټولو بوډا محصل لېسانس واخیسته

comments 0

1 Views

په ایټالیا کې یو سړی، چې ۹۶ کلن دی، او د نړۍ تر ټولو بوډا محصل ګڼل کېده، په ازموینو کې له بریالیتوبه وروسته دیپلوم ترلاسه کړ.
د جرمني د دویچې ویلې د راپور له مخې، ۹۶ کلن جوزبې پاترنو، چې له پوهنتونه فارغ شوی، وايي «زده کړه د یوه بکس په شان ده چې انسان یې له ځان سره وړلی شي. دا یوه خزانه ده.»
دی وايي، سره له دې چې ډېره مطالعه یې کوله او له کتابونو سره یوځای لوی شوی خو هیڅکله یې موقع نه وه موندلې چې پوهنتوني زده کړې وکړي.
ده په ۲۰۱۷ م کال د ایټالیا د پالرمو په پوهنتون کې د تاریخ او فلسفې په پوهنځي کې زده کړې يیل کړې.
دی په یوه بېوزله ایټالیايي کورنۍ کې زېږېدلی و او یوازې یې د لومړنیو زده کړو چانس موندلی و.
جوزبې پاترنو په دې اړه چې د پوهنتون له فراغته وروسته څه غواړي، وویل «زما اراده دا ده چې ځان لیکلو ته وقف کړم. غواړم هغه ټول کتابونه او متنونه چې تراوسه مې د هغو د لوستلو موقع نه وه موندلې، ولولم. دا مې هدف دی.»
پاترنو دا هم وايي چې د يوهنتون د لیسانس په دیپلوم بسنه نه کوي او غواړي چې ماستري هم وکړي.

Share this page to Telegram

Comments