بالابلوک کې جګړه شوې

comments 0

2 Views

هندوکش – فراه: د فرا ولایت بالابلوک ولسوالۍ کې افغان ځواکونو او طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
یوې باوري سرچېنې وویل، تیره شپه طالبانو د یادې ولسوالۍ خواجه خدر او شیوان کلیو پر امنیتي پوستو بریدونه وکړل چې دا بریدونه افغان ځواکونو په شا وتمبول.
د سرچېنې په خبره د ملي اردو سرتیرو په ځوابي برید کې بیا ۱۵ طالبان وژل شوي او یویشت نور ټپیان دي.
د وژل شویو په ډله کې یو هم وزیرستانی او د ټپیانو په ډله کې د طالبانو قوماندان لونګ هم شامل دی.
دغه نښته تیره شپه لس بجې پیل او د سهار تر څلورو بجو یې دوام درلود.
امیر حسین سلجوقي

Share this page to Telegram

Comments