بادپښ کې مامورین یرغمل شول

comments 0

51 Views

هندوکش – لغمان: د لغمان بادپښ ولسوالۍ کې طالبانو د برښنا ریاست دوولس کار کوونکي بیولي دي.
د لغمان والي ویاند اسدالله دولت زی وايي، د برښنا ریاست دا کار کوونکي تیره ورځ هغه مهال چې پرې شوي برښنا مزي یې رغول طالبانو بیولي دي.
دولت زی وايي، د برښنا کار کوونکو د خوشي کولو هڅې پیل شوي دي.
له دوه اوونیو راهیسې د بادپښ او تیزین خلکو په ننګرهار برښنا پرې کړې ده.
دا خلک غواړي چې دوی ته په برښنا کې وړیا سهم ورکړل شي.
فرهاد شهرانی

Share this page to Telegram

Comments