بادغیس: ۶ طالبانو ته مرګ ژوبله اووښتې

comments 0

0 Views

هندوکش – بادغیس: راپورونه وایي، بادغیس ولایت کې د طالبانو او پولیسو ترمنځ نښته شوې چې شپږ طالبانو ته پکې مرګ ژوبله اووښتې.
د بادغیس ولایت مقام څخه خپره شوې خبرپاڼه لیکي چې د اب کمري ولسوالۍ بند شرم سیمه کې طالبان د افغان ځواکونو پر پوستو بریدونه کړي چې بریدونه په شا تمبول شوي دي.
خبرپآڼه لیکي نښته کې درې طالبان وژل شوي او درې نور ټپيآن دي.
نښته کې درې سرتېري هم ټپيآن شوي چې وضعیت یې د ډاډ وړ ښودل شوی دی.
امیر حسین سلجوقي

Share this page to Telegram

Comments