بادغیس کې یولس تنه طالب وسله وال وژل شوي دي

comments 0

0 Views

هندوکش – بادغیس: د افغان امنیتي ځواکونو په نښته کې د طالب وسله والې دلې قوماندان په ګدون لس تنه وژل شوي دي.
د بادغیس بالامرغاب ولسوالۍ د محلي پولیسو قوماندان عبدالحلیم رسنیو ته ویلي چې: تېره شپه وسله والو طالبانو د دغه ولسوالۍ په زووری سیمه کې د محلي پولسو پر پوستو برید وکړ چې د دوی له کلک غبرګون سره مخ شول.
نوموړي زیاته کړه: د افغان ځواکونو په څو ساعته نښته کې د طالب جان په نامه مشهور طالب قوماندان په ګډون لس طالبان ووژل شول.
نوموړي د افغان امنیتي ځواکونو ټپې او مړه کیدو په اړه وویل چې یادې نښتې کې د ملي اردو یو سرتیرې شهید شوې او دوه نور ټپیان شوي دي.
په دې اړه طالبانو لا تر اوسه څه نه دي ويلي .
امیر حسین سلجوقي

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply