بادغیس کې پر طالبانو مرګوني عملیات شوي

comments 0

1 Views

هندوکش – بارغیس: په بادغیس کې څلرویشت طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د بادغیس امنیه قوماندانۍ ویاند نقیب الله امیني وايي، تیره شپه طالبانو غوښتل د بادغیس په جوند ولسوالۍ برید وکړي، چې د پولیسو له مقاومت سره مخ شوي دي.
امیني وایي، په دغه پېښه کې ۱۶ طالبان وژل شوي او ۸ نور ټپیان دي.
د هغه په خبره په نښتو کې یو د ملي اردو سرتیری وژل شوی او دوه نور افغان امنیتي ځواکونه ټپیان شوي دي.
نقییب الله امیني وایي، د جوند ولسوالۍ د نیولو لپاره د فاریاب غورماچ او د غور ولایت د شهرک او بالامرغاب ولسوالیو څخه طالبان ورغلي وو.
نجیبه سروري

Share this page to Telegram

Comments