بادغیس کې طالبان وژل شوي

comments 0

0 Views

هندوکش – بادغیس: د بادغیس ولایت په قادس ولسوالۍ کې د طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ جګړه شوې .
بادغیس کې د ملي پوځ د درېیمې لوا مطبوعاتي دفتر خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دغه جګړه د شپې یولس بجې پيل او ترناوخته يې دوام درلود .
په خبرپاڼه کې راغلي، یاده نښته کې شپږ طالبان وژل شوي او څو نور ټپيان شوي دي.
خبرپاڼه لیکي، په دې نښته کې دوه د ملي پوځ سرتیري هم ټپيان شوي چې روغتیایي وضعیت یې ښه ښودلی شوی دي.
بادغیس کې د دې نښتو سربیره افغان ځواکونو عملیات هم پیل کړي او له ځینو سیمو یې طالبان شړلي دي.
امیر حسین سلجوقي

Share this page to Telegram

Comments