بادغیس کې د پنجابیانو هدیره

comments 0

1 Views

هندوکش-بادغیس :له تېرې پنجشنبي له ورځې طالبانو د بادغیس دوه ولسوالیو بالامرغاب او ابکمري باندي بریدونه پيل کړي او تر شنبې جګړې دوام پيدا کړی.

طالبانو دې بریدونو ځکه زیات دوام پيدا کړ چې طالبانو له کورنو د افغان ځواکونو پر پوستو او مرکزونو بریدونه کول او افغان ځواکونو نه شول کولای چې ځوابیه ډزې وکړي، ځکه ځوابیه بریدونو کې طالبانو ملکي وګړي د سنګر او دفاع په توګه کارول.

که څه هم په همدې وضعیت کې طالبانو ځینو برخو کې پرمختګ او افغان ځواکونو تکتیکي شاتګ وکړ، خو دې ورځو کې هوایي بریدونو او ځمکنۍ جګړې دا سیمه د پنجابیانو هدیره ګرځولې.

له طالبانو سره د نورو ولسوالیو هم مرسته راغلې او تر څنګ یې د ای ایس ای مجهز پنجابیان هم له طالبانو سره په دې جګړه کې و، چې ځینې یې وژل شوي او جسدونه یې په سیمه کې پاتې دي.

افغان ځواکونه په ډير تکتیک سره مخ ته ځي چې ملکي وګړو ته زیان وا نه وړي او طالبان یې محاصره کړي چې یا یې ژوندي ونیسي او یا یې ووژني، خو په ټوله کې د نن ورځې عملیات بریالي روان دي چې طالبانو له ځینو سیمو تښتیدلي او ځینو نورو سیمو کې د افغان ځواکونو له خوا محاصره دي.

دې ولسوالیو ته د افغان ځواکونو مرستندویه ځواک هم رسیدلی او لوړپوړي چارواکي د جګړې مشري پر غاړه لري چې نورو ځواکونه ته مورال ورکړي او په میړانې سره طالبان له سیمو وشړي، ووژني او یا ونیسي.

افغان ځواکونو په بالامرغاب او ابکمري ولسوالیو کې طالبان سخت وارخطا کړي او ټولې لارې یې پرې تړلي چې هیڅ خواته و نه وځي.

طالبان په دې ډول بریدونو سره غواړي خپل زور وښيي خو دا چې افغان ځواکونه د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې له ډاره زړه ور عملیات او بریدونه نه شي کولای طالبان ځینو سیمو کې پرمختګ کړی دی.

خو دا چې اوس طالبان له هرې خوا محاصره شوي او هیڅ لار نه ده پاتې، د طالبانو د وژلو وخت رارسیدلی او زیات شمېر یې وژل شوي دي.

طالبان په دې پوهیږي چې هیڅ ولسوالي له درې ورځو زیاته نه شي ساتلی، خو د دې لپاره چې له بادارانو یې زیاتې مرستې ترلاسه کړي داسې مرګوني حملې کوي چې ځانمرګي بریدګر هم پکې شامل وي او یواځې غواړي جګړه تیزه وښيي.

طالبان په دې سره غواړي د سولې ادرس قوي کړي او له خپلو بادارانو زیاتې مرستې ترلاسه کړی، طالبان تر هر برید وروسته ځان پسې ویجاړی پریږدي او د بالامرغاب ولسوالۍ وداني یې هم سوځولې ده.

افغان ځواکونه به هیڅکله د طالب دا ارمان پوره نه کړي چې کومه سیمه، پوسته یا ولسوالی کې د ارام خوب او یا ارامه شپه تیره کړی.

امیرحسین سلجوقی

Share this page to Telegram

Comments