بادغیس کې د هدفي وژنو ډله نیول شوې

comments 0

0 Views

هندوکش – بادغیس: په بادغیس کې د استیناف محکمې پر یو غړي، برید کوونکی له څلورو نورو کسانو نیول شوی دی.
د بادغیس امنیه قوماندانۍ ویاند نقیب الله امیني، دغه پنځه کسان په دغه ولایت کې د دولتي مامورینو په وژلو، قتل، نا امنۍ او نورو تورونو تورنوي.
عبدالقیوم د محمود زوی چې څه موده وړاندې یې د بادغیس د استیناف محکمې غړی او د قلعه نو په ښار کې یو پولیس ترور کړی و، او دغه راز په یو شمېر نورو جرمونو تورن یادېږي د پولیسو لخوا نیول شوی دی.
پولیس وایي، عبدالقیوم په بادغیس کې د ملا غوث الدین مخالفې ډلې مهم غړی دی چې د دولت ضد کړنې یې ترسره کولې.
امیر حسین سلجوقي

Share this page to Telegram

Comments