بادغیس: ښځینه نومانده مړه شوه

comments 0

2199 Views

هندوکش – نیمروز: بادغیس ولایت څخه د ولسي جرګې ټاکنو ته نومانده فریبا احمدي چې څو ورځې وړاندې یوې ترافیکي پیښه کې ټپي شوې وه نن سهار يې ساه ورکړه .
د بادغیس د والي ویاند جمشید شهابي وايي، میرمن فریبا څلور ورځې وړاندې د بادغیس څخه هرات ته پرلاره وه چې له ترافیکې پيښې سره مخ شوه.
د فریبا موټر د زیات سرعت له امله تېره اوونۍ ټکر کړی و چې د سختو ټپونو له کبله یې ساه ورکړه.
امیر حسین سلجوقي

Share this page to Telegram

Comments