بادغیس ولایت کې ۴تنه وسلوال طالبان وژل شوي دي

comments 0

1 Views

هندوکش ــ بادغیس: په بادغیس ولایت کې یو هاموي موټر، چې له چاودیدونکو موادو څخه ډک وو هدف ته له رسیدو وړاندې یې چاودنه کړې او په ترڅ کې یې ۴تنه وسلوال طالبان وژل شوي دي.
د یاد ولایت ځايي چاورواکي وايي، چې وسلوالو طالبانوغوښتل، چې د بالامرغاب په ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په پوستو موټر بم برید ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې ۴تنه وسلوال طالبان ووژل شول.
چارواکي زیاتوي، افغان ځواکونه سولې ته ژمن دي او د خپلو خلکو او ولسونو هیلو ته درناوی لري.
عاطفه مصمم

Share this page to Telegram

Comments