بادغیس د طالبانو په هدیره بدل شوی

comments 0

45 Views

هندوکش – بادغیس: ملي دفاع وزارت وایي، د بادغیس بالامرغاب ولسوالۍ کې یې د عملیاتو په دوام یو کم سل طالبان وژلي او پنځه دیرش نور ټپيان دي.

ملي دفاع وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې لیکلي چې په دې عملیاتو کې د طالبانو زیاته اندازه وسلې او وسایط ځینې له منځه تللي او ځینې د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي.

دفاع وزارت په دې عملیاتو کې د ملي رادو د اته سرتېرو او پولیسو د څلور سرتېرو د وژل کیدو خبر تایید کړی دی.

دفاع وزارت بالامرغاب ولسوالۍ کې اوس چاڼیز عملیات دوام لري چې ګواښونه له منځه یوسي.

دواړه ولسوالۍ اوس د افغان ځواکونو تر کنټرول لاندې دي او ځینې طالبان تښتیدلي او ځینې وژل شوي چې جسدونه یې په سیمه کې پاتې دي.

شاه رسول غزنوي

Share this page to Telegram

Comments