بادغیس دیني عالمان: د بین الافغاني مذاکراتو په دوهم پړاو کې دې اوربند ته لومړیتوب ورکړل شي

comments 0

1 Views

هندوکش ـ بادغیس: په بادغیس ولایت کې سلګونو دیني عالمانو د یوې پراخې ناستې په ترڅ کې د سولې د بین الافغاني مذاکراتو ملاتړ وکړ او د طالب وسلوالو او افغان حکومت د مذاکراتي پلاووڅخه یې وغوښتل، چې د سولې په دوهم پړاو مذاکراتو کې بیړني اوربند ته لومړیتوب ورکړي.
په یاده ناسته کې د یني عالمانو د سولې له روانې پروسې د ملاتړ ترڅنګ د سولې په ارزښت خبرې وکړې او په طالبانو یې غږ وکړ، چې د سولې په تړاو رامنځته شوي فرصت څخه ګټه واخلئ او په هېواد کې یوه دایمي اوربند ته زمینه برابره کړئ.
دوی زیاتوي، چې سوله او دایمي اوربند یوازې د دیني عالمانو غوښتنه نه، بلکې د ټولو افغانانو هیله او غوښتنه ده او باید د جګړې ښکیل اړخونه په ځانګړي ډول طالبان د خلکو غوښتنو ته لبیک ووايي او سوله وکړي.
امیرحسین سلجوقي

Share this page to Telegram

Comments