باجوه: له افغان حکومت سره جدي همکاري کوو

comments 0

4 Views

هندوکش – کابل: اجرایه رییس عبدالله عبدالله د پاکستان پوځ له مشر سره لیدنه کې ټینګار کړی چې د دواړو هېوادونو صادقانه همکاري کولای شي د ترهګرۍ ګواښ له منځه یوسي.
لیدنه کې د پاکستان د پوځ مشر قمر باجوه ډاډ ښودلی چې د سولې او ثبات لپاره د عمل پلان کې له افغان حکومت سره جدي همکاري کوي.
باجوه بیا ژمنه کړې چې د سیاسي او اقتصادي لارې به په ټولو وسله والو ډلو فشار راوړي چې له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته کیني.
قمر باجوه اعتراف کړی چې د تېروتنو ډک سیاستونه به بیا نه تکراریږي او دوه اړخیزو ګټو لپاره به ګډ میکانیزم رامنځ ته کوي چې مشترکې ګټې خوندي شي.
له دې سره اجرایه رییس په لیدنه کې باور ښودلی چې د سیمې د امنیت لپاره اړینه ده چې افغانستان کې ثبات وي او پرته د افغانستان له ثبات د سیمې هېوادونه له ګواښ سره مخ دي.
اجرایه رییس له پاکستان غوښتي چې د افغان سولې پروسه کې له افغان لوري سره همکاري وکړي او اوس تر بل هر وخت د سولې فرصتونه زیات دي.
اجرایه رییس د پاکستان ستر درستیز ته ویلي چې له تیروتنو ډک سیاستونه د هیڅ هېواد په ګټه نه دي او ښه لار دا ده چې ګډه همکاري رامنځ ته شي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments