بابي دېول د اکشې کمار رازونه افشا کړل

comments 0

1 Views

د راپورونو پر اساس، “بابي دیول” د هندي سینما ستوری او د بالیووډ د ستر ستوري ” درمندر” زوی، په خپله وروستۍ مرکه کې، د بالیووډ او فلم جوړونکو په اړه رازونه په ډاکه کړي.
بابي دیول په دغه مرکه کې ښکاره کړه، چې د (اجنبي) فلم کې هغه رول چې اکشی کمار په غاړه لري، لومړی ده ته ورکړل شوی وو، خو په پای کې اړ شو، خپل رول د اکشي د رول سره بدل کړي.
نوموړي د دغه رول اړوند په مرکه کې وویل:
“په اجنبي فلم کې د ‘وېکرام’ رول ما ته وړاندیز شوی وو، خو د فلم جوړولو ټیم، ناڅاپه زما رول اکشي ته وسپاره او د اکشي رول یې ماته راکړ، چې دا کړنه سبب شوه چې زه په رښتیا شاک ووینم. دا صنعت په رښتیا بېرحمه دی.”
د بابي دیول د وینا سره سم، په لومړي قرارداد کې هغه د منفي شخصیت په توګه ټاکل شوی وو، خو فلم ډایرېکټر د جووړونکي ټیم او لوبغاړو سره، چې د دیول په وړاندې وو، تر مشورې وروسته پرېکړه وکړه چې د دیول او اکشي رولونه دې بدل شي.
د ویلو وړ ده، چې اکشي کمار د اجنبي فلم چې د ۲۰۰۱م تولید دی، دفلم فیر د غوره منفي رول لرونکي جایزه هم تر لاسه کړې ده.
هندوکش

Share this page to Telegram

Comments