ایټالیا د ځواکونو په وتلو فکر کوي

comments 0

3 Views

هندوکش _ ایتالیا: د ايټالیا دفاع وزارت وایي، په راتلونکي يوه کال کې له افغانستانه د خپلو ځواکونو پر ايستلو فکر کوي.
د ايټاليا دفاع وزارت یوه لوړپوړي چارواکي په روم کې خبریالانو ته ویلي، د ايټاليا د بهرنیو چارو وزيرې روبرټا پینوتي د دې هېواد له پوځه غوښتي چې له افغانستانه د ځواکونو د وتلو په اړه خپل لومړی پلان برابر کړي.
د ایټالوي ځواکونو په تړاو ویل کیږي چې ښایي د ځواکونو د وتلو مهالوېش ۱۲ مياشتې وي.
ايټاليا په افغانستان کې له تېرو ۱۵ کلونو راهيسې نظامي حضور لري او اوسمهال په دې هېواد کې ۹۰۰ ځواکونه لري چې د ناټو ماموریت په چوکاټ کې فعاليت کوي.
دادان وزیری

Share this page to Telegram

Comments