ایټالیا د مرستو ژمنه وکړه

comments 0

0 Views

هندوکش – ایتالیا: د ایټالیا بهرنیو چارو وزیر وايي، له افغانستان سره به په ټولو برخو کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
د ایټالیا بهرنیو چارو وزیر انزو موفیرو میلانسي اجرایه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله سره د لېدنې په مهال وویل، افغانستان کې به د خپل هېواد موجودیت سربیره په ټولو برخو کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
میلانسي وویل، ایټالوي ځواکونه به د ناټو چوکاټ کې د غوڅ ملاتړ ماموریت برخه وي.
د ايټالیا بهرنیو چارو وزیر په منځنۍ اسیا او سویلي اسیا کې ثبات د ایټالیا لپاره مهم وباله.
محمد حنیف بیدار

Share this page to Telegram

Comments