ایرو ایشیا: د افغانستان جغرافیايي موقعیت چین ته خورا مهم دی

comments 0

0 Views

هندوکش – اروپا: ایرو ایشیا لیکي چې دواړو هېوادونو ترمنځ ښې اړیکې ټولې سیمې ته مادي او معنوي ګټې رسولی شي.
یاد مطلب چې ایروآیشا لخوا خپور شوې پکې راغلي، چین په ټوله سیمه کې د پراختیا او ودې پروګرامونه لري نو او غواړي په سیمه کې د سوداګرۍ د پراختیا له لارې مثبت تحولات رامنځ ته کړي.
د سرچینې په خبره نو له همدې امله افغانستان ته په کار ده، چې له چین سره د پروژو په پلي کولو او همکاریو په ډېرولو کې هڅه وکړي. ایرو ایشیا لیکي که چین په افغانستان کې په سوداګریزه، اقتصادي او ترانزیتي برخه کې پانګونه وکړي نو په دغه هېواد کې به امنیت ښه شي، چې ورسره سم به په ټوله سیمه کې د سوداګریزې ودې لپاره زمینه برابره کړل شي.
محمد حنیف بیدار

Share this page to Telegram

Comments