ایران یوځل بیا منځني ختیځ کې د امریکا له حضوره اندیښنه وښوده

comments 0

0 Views

هندوکش – ایران: د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي، منځني ختیځ کې د امریکا نظامي حضور له خطره ډک دی او دې سیمې ته د امریکایي ځواکونو راتلل د ټولې سیمې ثبات ګډوډولی شي.
امریکا پرون اعلان وکړ چې د ایران د تهدید د کمولو لپاره به ۱۵۰۰ سرتېري منځني ختیځ ته واستوي.
امریکا دغه راز پر سپاه پاسداران تور پورې کړی دی چې په دې وروستیو کې یې د دوی پر متحدینو بریدونه کړي دي.
خو د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف وایي امریکا دا تورونه د خپلو ناوړه او پارونکو کړنو د پټولو په موخه کوي.
محمد حنیف بیدار

Share this page to Telegram

Comments