ایران کې په روزنیز مرکزونو کې د انګلیسي ژبې پر تدریس بندیز ولګول شو

comments 0

0 Views

هندوکش – ایران: ایرانې رسنیو نه په خبرونو کې راغلي چې حکومت په لومړنيو ښونځيو كې د انګليسي ژبې پر تدريس باندې بنديز لګولې دې.
مهدي نويد ادهم د ايران د زړه كړو د عالي شورا مشر څرګنده كړه چې په دولتي او خصوصي لومړنيو ښونځيو كې د انګليسي ژبې تدريس د قوانينو نه سرغړونه ده.
دیني مشران په ایران ادعا کوي چې پدې ډول به د لوېديځ د كلتوري يرغل مخه ونيول شي.
د یادونې وړ ده چې د ايران په تدريسيي نصاب كې د انګليسي ژبه د لېسې په دوره كې پيليږي خو په ځينو لومړنيو ښونځيو كې هم ددې ژبې تدريس ترسترګو كيږي.
تردې وړاند د ايران مذهبي مشر آیت الله خامنه یې يوې وينا پر مهال څرګنده كړې وه چې د انګليسي ژبې تدريس حتى ډیر پر مخ تللې دې.
هغه زیاته کړې وه چې كه څه هم د بهرنۍ ژبې د تدريس سره مخالفت نه لري خو ماشومانو او ځوانانو ته له دې لپاره بهرنى كلتور معرفي كيږي.
محمد امان دوران

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *