ایران کې مظاهرې، ټرمپ د لاریونوالو ملاتړ کړی

comments 0

1 Views

هندوکش ــ ایران: په تهران او ځینو نورو ښارونو کې لاریونیانو د الوتکې د ویشتلو په غبرګون کې له غوسې ډکې مظاهرې وکړې.
په تهران کې سلګونه لاریونیانو ایراني چارواکي دروغجن وبلل چې ګني په پیل کې یې د الوتکې له ویشتلو انکار وکړ.
شریف پوهنتون کې پر یوه شعار لیکل شوي، غلطي دې وکړه، تېروتنه دې وکړه.
دغو لاریونیانو د ایران د ستر مذهبي مشر خامنه اي په ګډون د جګپوړو چارواکو د لیرې کېدو غوښتنه کړې ده.
د ایران سیاسي مخالف مهدي کروبي هم د خامنه ای د ګوښه کېدو غوښتنه کړې.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ایران تازه مظاهرې ستایلې دي.
ټرمپ پر ټوېټر لیکلي: “د ایران ولس له ډېر وخت راهیسې کړېږي،‌ زه مو ملا تړم او ولسمشرۍ ته له رسېدو راهیسې مې ستاسې ملاتړ کړی او دې کار ته به دوام ورکوم.”
توریالی سحر

Share this page to Telegram

Comments