ایران کې مظاهراچیان د چارواکو د لیري کیدو غوښتنه کوي

comments 0

1 Views

هندوکش ــ ایران: د ایران پلازمېنه تهران کې دویمه ورځ هم د اوکراینۍ الوتکې د غورځېدو په غبرګون مظاهرې روانې وې او له حکومت یې غوښتل چې دې پېښه کې ښکېل چارواکي له دندې لرې کړي.
لاریونوالو د سپاه پاسدران او مذهبي مشر ایت الله خامنه يي پرضد شعارونه ور کول.
امنیتي ځواکونو د دوی پرضد اوښلن ګاز کارولی او هوايي ډزې یې کړې دي.
داسې رپوټونه هم دي چې په ډزو کې معترضان په نښه شوي هم دي، خو چارواکي دا تور نه مني.
له دې مخکې تهران کې د څو پوهنتونونو زدکوونکو هم د دې الوتکې د غورځېدو په غبرګون کې مظاهره کړې وه.
د نورو مظاهرو د مخنیوي لپاره د تهران سړکونو کې پوځیان ګومارل شوي.
د امریکا ولسمشر انګریزي او پارسي ژبو سره ټوېټ کې وايي: د زړورو او ستونزو کې ګېر ایراني وګړو په نوم: زه د خپل حکومت له پیلېدو راهیسې ستاسو سره ولاړ یم او زما حکومت به ستاسو سره ولاړ وي.
موږ ستاسو احتجاج په ځير څارو او ستاسو همت اغېزناک دی.
نوموړی د ایران پر حکومت غږ کړی چې د تېرې لړم میاشتې په څېر مظاهره چیان ونه وژني.
توریالی سحر

Share this page to Telegram

Comments