ایران کې د کرونا ویروس له امله د مړو شویو کسانو شمېر له زرو زیات شوی

comments 0

3 Views

هندوکش ــ ایران: په ایران کې له پرون راهیسې د کرونا ویروس له کبله د ۱۴۷ نورو کسانو له مړه کېدو سره، د مړو شمېر ۱۱۳۵ ته ورسېد.
د ایران د دولتي ټلوېزیون په حواله، دا د ۲۴ ساعتونو په موده کې د خلکو د مړینې تر ټولو لوړ شمېر ګڼل کېږي.
د ایران ولسمشر حسن روحاني نن د دې ناروغۍ په وړاندې د حکومت د اقداماتو دفاع وکړه.
په منځني ختیځ کې د کرونا ویروس له کبله ایران سخت ځپل شوی چې په دې ویروس د اخته کسانو شمېر په‌کې ۱۶ زره او ۱۶۹ ته رسېدلی دی.
د ایران پر حکومت انتقاد کېږي چې د دې ناروغۍ په وړاندې یې ډېر پڅ اقدامات کړي او ګڼ کسان په هماغه لومړیو کې تداوي کېدای شول.
خو د ایران ولسمشر حسن روحاني نن دا انتقادونه رد کړل او ویې‌ویل چې حکومت د فبرورۍ پر ۱۹مه د دې ویروس له خپرېدو سره جوخت اقدامات کړي دي.
کرونا ویروس چې د نړۍ څه باندې ۱۰۰ هېوادونو ته خپور شوی، تر ۲۰۰ زرو ډېر کسان‌یې اخته کړي او تر ۸۰۰۰ ډېر کسان‌یې مړه کړي دي.
توریالی سحر

Share this page to Telegram

Comments