ایران کې د حجاب نه رعایت کوونکې قانوني اقدام سره نه مخامخ کیږي

comments 0

0 Views

هندوکش – ایران: ایراني رسنیو نه په خپور شوي خبرونو کې راغلي چې حکومت پریکړه کړې چې نور به د اسلامي حجاب د نه رعایتولو په خاطر ښځې نه نیسي.
د ایران نیمه دولتې ورځپاڼې تسنیم لیکي، د حجاب نه رعایتوونکو ته به پولیس د لارښوونې او ارشاد کورسونه جوړ کړي.
خو بلخوا برید جنرال حسین رحیمي رسنیو ته ویلي، هغه ښځې به چې اسلامي حجاب سم نه رعایتوي، نور نه توقیف ځایونو ته استول کېږي او نه به د هغوی خلاف قضايي دوسیې جوړېږي.
د تسنیم رسنې په خبر، که چا د کورس له ویلو سره سره بیا هم حجاب ته پام ونه کړ، له قانوني اقداماتو سره به مخامخ شي.
دا په داسې حال کې ده چې افغانستان په ګدون پاکستان، عربستان، او داسې نور مسلمان میشتې هیوادونه حجاب ته په درنښت ګوړي او مسلمان په دې باور دي چې حجاب د ښځو زیور دې.
محمد امان دوران

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *