ایران کې د افغان بندیانو شمېر زیات دی

comments 0

0 Views

هندوکش – ایران: ایران کې د بهرنیو زندانیانو ۹۲ سلنه افغانان جوړوي.
د ایران د زندانونو سازمان مشر اصغر جهان ګیر ویلي، د ایران په زندانونو کې ۲.۵ سلنه بهرنیان دي چې په دې کې ۹۲ سلنه یې افغانان جوړوي.
هغه ویلي چې دغه شمېر افغان بندیان چې درې سلنه یې ښځې دي، د ایران په ۲۷ ولایتونو کې بندیان دي.
هغه ویلي، دېرش سلنه یې د غلا په تور اولس سلنه د تاوتریخوالي او ۳۶ سلنه نور د نشه یې توکو د قاچاق په تور بندیان دي.
هغه دغه څرګندونې د افغانستان د عدلیې وزیر بصیر انور سره کړي دي.
محمد امان دوران

Share this page to Telegram

Comments