ایران کې بندي افغانان افغان حکومت ته سپارل کیږي

comments 0

0 Views

هندوکش ـ ایران: ایران وايي، ۲۳۰ افغان بندیان به افغان حکومت ته وسپاري.
ټاکل شوې چې ایران له افغانستان سره د بندیانو د تبادلې د موافقې پر اساس ۲۳۰ تنه په جرمونو محکوم شوي افغان بندیان افغان حکومت ته وسپاري.
د ایراني رسنیو د راپور له مخې، د ایران د عدلیې وزارت مرستیال وزیر محمود عباسې ویلي، دا بندیان د هغې موافقې له مخې افغانستان ته سپارل کېږي چې ۲ میاشتې وړاندې په تهران کې د بندیانو د سپارلو په اړه د دوو هیوادونو ترمنځ لاسلیک شوه.
دغه راز عباسي ویلي، د روان لمریز کال تر پایه به ایران افغانستان ته ۷۰۰ بندیان وسپاري.
د عباسي په خبره، ډیری افغان بندیان د نشه يي موادو او یا ایران ته د غیرقانوني اوښتو په جرمونو نیول شوي دي.
تر دې وړاندې افغانستان یو شمېر ایراني مجرمان له نیولو وروسته ایران ته سپارلي وو.
فروزان سیرت

Share this page to Telegram

Comments