ایران ځیني هیوادونوته خبرداری ورکړی

comments 0

0 Views

هندوکش – ایران: د ایران د ولسمشر مرستیال اسحاق جهانګیري، نږدې هېوادونو ته خبرداری ورکړی دی که چېرته دوی ثابته کړي چې په ایران کې یې په لاریونونو کې لاس درلود نو په سیمه کې به ښه ورځ ورڅخه ونه ویني.
نوموړی وایي، د امریکا په ګډون اسراییل، عربستان او ځینې نور هېوادونه په دې لاریونونو کې لاس لري خو په وینا یې که چېرته ثابته شي نو خیر به ونه کړي.
د بښنې نړیوال سازمان ویلي، چې په دې لاریونونو کې د کړکېچ پر مهال شاوخوا ۱۱۵ کسان وژل شوي او په زرګونو نور هغه یې د حکومت له لوري نیول شوي دي.
محمد حنیف بیدار

Share this page to Telegram

Comments