ایران په مشروط ډول امریکا سره خبرو ته چمتو دې

comments 0

7 Views

هندوکش – ایران: د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف له سي ان ان ټلویزیوني شبکې سره په خبرو کې ویلي چې د یاد هېواد ولسمشر حسن روحاني په مشروط ډول له خپل امریکایي سیال ډونالډ ټرمپ سره لیدنې ته چمتو دی.
هغه زیاته کړې، روحاني به په دې شرط له ټرمپ سره لیده کاته کوي چې امریکا پر ایران لګول شوي بندیزونه راکم کړي.
نوموړي دغه راز ویلي، که چېرته امریکا هغه څه چې دوی یې غواړي وکړي نو دوی به هم یاد هېواد ته د ایران د اټومي تاسیساتو د څارنې اجازه ورکړي.
ظریف زیاته کړې، ایران ټولو هغو اقداماتو ته پوره چمتوالی لري چې د سیمې د امنیت او ثبات باعث ګرځي.
دادان وزیري

Share this page to Telegram

Comments