ایران په عراق کې د امریکا پر پوځي اډو توغندیز بریدونه کړي

comments 0

6 Views

هندوکش ــ عراق: دا بریدونه په اربیل او الاسد ښارونو کې پر هغو پوځي هوایي اډو شوي چې امریکایي پوځیان پکې مېشت دي.
د امریکا د دفاع وزارت منلې ده چې ایران په عراق کې پر هغو دوه پوځي هوایي‌ اډو د بالیستیکو توغندیو بریدونه کړي‌ دي چې امریکایي پوځیان پکې مېشت دي.
د ایران دولتي تلویزون ویلي،‌ دا بریدونه یې د القدس ځواک د پخواني قومندان جنرال قاسم سلیماني د وژنې په غچ کې کړي‌ دي.
سپاه دې بریدونو ته د “شهید سلیماني” عملیات نوم ور کړی دی.
پنټاګون ویلي دي چې د چارشنبې سهار بریدونو کې لږ تر لږه دوه پوځي اډې،‌ یوه په اربیل او بله په الاسد سیمو کې په نښه شوې دي.
د ایران د سپاه پاسدران ځواکونو یوه قومندان له العالم شبکې سره خبرو کې ویلي، دا لومړنی ګام و او امریکایان نه پرېږدو.
ویل کېږي چې د نوموړي مرستیالانو ورته د وینا متن هم تیار کړی و.
د رپوټونو له مخې د امریکا د ملي امنیت شورا غونډه پای ته رسېدلې او د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو او د دفاع وزیر مارک اسپر په ګډون لوړپوړي امنیتي چارواکي له سپینې ماڼۍ وتلي دي.
د امریکا د ولسي جرګې ډيموکراټې مشرې نانسي پلوسي خپل ټوېټ کې لیکلي چې حالات له نږدې څاري.
نوموړې د امریکا د بې دلیله پاروونکو هڅو د پای ته رسېدو غوښتنه کړې او له ایران یې هم غوښتي چې تاوتریخوالی بند کړي.
د هغې په خبره، امریکا او نړۍ د بلې جګړې زغم نه لري.
له بلې خوا نیویارک ټایمز چې د ایران د بریدونو لپاره یې ژوندۍ پاڼه پیل کړې وايي، د ناټو ځواکونه له عراق وځي.
دې رسنۍ تېره ورځ ویلي و چې د ایران مذهبي مشر ایت الله خامنه اي د ایران د ملي امنیت شورا کې ویلي و چې د دغه هېواد ځواکونه باید پخپله د قاسم سلیماني غچ واخلي .
عزت تبیان

Share this page to Telegram

Comments