ایران پلویو حوثیانو پر مکې توغندي توغولوي

comments 0

251 Views

هندوکش – سعودي: د سعودي عربستان چارواکي وایي، پر مکه معظمه توغول شوي دوه توغندي یې هدف ته تر رسېدو مخکې خنثی کړي دي.
د سعودي خبري آژانس او رویټرز اژانس راپور له مخې،په یمن کې د سعودي عربستان په مشرۍ د ایتلافي ځواکونو یوه ویاند ویلي چې دا توغندي د ایران ملاتړ لرونکو حوثي یاغیانو د مکې پر لور توغولي وو.
حوثیانو بیا دا تورونه رد کړي چې ګواکي مکه یې هدف ګرځوله.
محمد حنیف بیدار

Share this page to Telegram

Comments