ایران پلویو حوثي یاغیان پر عربستان توغندیز برید کړې

comments 0

0 Views

هندوکش – سعودي: سعودي عربستان کې پر یوه هوایي ډګر د میزاییلو په برید کې ۲۶ ملکیان ټپیان شوي دي.
د سعودي په مشرۍ پوځي ایتلاف په یوه اعلامیه کې ویلي، پر ابها هوایي ډګر د میزاییلو لګېدو له امله په ټپیانو کې درې ښځې او دوه ماشومان هم شامل دي.
دغه هوایي ډګر د سعودي او یمن ترمنځ سرحدي سیمه کې پروت دی.
سعودي تور پورې کوي چې دا برید حوثي یاغیانو کړی دی او دا ثابتوي چې دې ډلې له ایرانه پرمختللې وسلې ترلاسه کړې دي. ایتلاف دا برید یو جنګي جنایت بللی دی.
محمد امان دوران

Share this page to Telegram

Comments