ایران پآکستان ته وړاندیز کړی

comments 0

6 Views

هندوکش – ایران: ایران پاکستان ته چابهار بندر کې د ګډون وړاندیز کړی.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف وايي، د چابهار سمندري بندر پر کوم هېواد د فشار راوستلو په مانا نه دی.
ظریف چابهار بندر کې د هند د رول په اړه د پاکستانیو چارواکو د اندېښنو لرې کولو په موخه پاکستان ته وړاندیز وکړ چې چابهار پروژې کې دې ګډون وکړي.
ظریف زیاتوي چې پاکستان ورته د چین – پاکستان په اقتصادي دهلیز کې د ګډون بلنه هم ورکړې ده .
افغانستان خپل ډېری وارداتي توکي د پاکستان له بندرونو هېواد ته رالېږدول چې د اسلام اباد له لوري به وخت ناوخت ستونزې جوړېدلې .
افغانستان او هند د ایران له چابهار بندره د خپلو سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد لپاره ګټه اخېستنه پیل کړه چې دغې چارې د پاکستان اندېښنې زیاتې کړې .
توریالی سحر

Share this page to Telegram

Comments