ایران نړیوالې محکمې ته عریضه وکړه

comments 0

0 Views

هندوکش – ایران: ایران له نړیوالې محکمې وغوښتل چې امریکا د بندیزونو لرې کولو ته اړ باسي.
په نړیوالو حقوقي چارو کې د ایران د ولسمشر د دفتر مسوول؛ محسن محبي، هاګ نړیوالې محکمې ته ویلي چې دغه بندیزونه غیر قانوني دي.
محبي له هاګ غوښتي چې د امریکا د بندیزونو پر وړاندې کوټلي ګامونه پورته کړي.
هغه وايي دغه بندیزونه به د ایران میلیونونه وګړي له فقر سره مخ کړي او سخته اقتصادي ضربه به ورکړي.
ایران له هاګ محکمې غواړي چې امریکا اړ کړي ترڅو دغه بندیزونه پرته له ځنډ لرې کړي.
تهران ادعا لري چې واشنګټن په دې کار سره نړیوال اصولو تر پښو لاندې کړې دي.
محمد امان دوران

Share this page to Telegram

Comments