ایران له ونډې تر لاس وهنې/آغلې «حسیني»

comments 0

0 Views

ګاوندي او سیمه ییز هیوادونه په ځانګړي توګه ایران، پاکستان او عربستان له هغو هیوادنو څخه دي چې افغانستان کې تل لاس وهنه کوي او افغانستان ته یې تل زیان رسولې.
دا هغه بربنډه حقیقت ده چې یووالي حکومت او نور افغان حکومتونو هم ویلي وو، ترکومې چې لیدل کیږي سیمه ییز او نړیوال هیوادونه ځکه افغانستان کې پراخ فعالیت کوي ترڅو خپلو جغرافیایې او سیاسې منافعو ته لاس رسې پیدا کړي ، خو ایران!
ایران د افغانستان یو له هغو هوښیارو خو پټ ډښمنانو څخه دې چې ژبه، فرهنګ او مذهب نه په استفادې غواړي د افغانستان په مختلفو سیمو کې دخپلو شومو اهدافو پلي کولو په موخه فعالیت زیاد کړی.
ایران چې په لاس کې ګل او شاته چاړه افغانانو لپاره نیولې دې ورته فرهنګ او ژبې نه په ګتې هغو افغان وګړو نه چې ایران ته بیکاري او نامني له وجهې مسافریږي استفاده کوي او سوریه، عراق او یمن غوندې نامن هیوادونو کې یی د خپلو ګتو لاسته راوړنې په موخه استفاده کوي.
افغانستان کې شته وضعیت ته په کتو، افغانستان عراق او سوریه ته ورته بلي او پوهیږي چې افغانستان کې ښه حکومت او مثبت تحولات ددې لامل کیدلې شي چې ایران ته تاوان ورسې.
د ایران آخوندي نظام چې د افغانستان امنیتي او سیاسي تحولات په ډیر هوښیاري تعقیبوي افغانستان کې وروستیو حملاتو ته یې پام اړولې دې او هزاره ورونو باندې وروستي پیښې کولاې شي ایران ته د مداخلې یو بل فرصت هم ورکړي.
افغانستان کې پر تشیعو مسلمانونو وروستي بریدونه مذهبي تاوتریخوالې ته لمن وهل دي له همدې امله پر باقر العلوم او امام زمان مسجد ترهګریز بریدونو تشیع مسلمانانو کې اندیښنې پاړولي دي.
که څه دغه ترهګریز بریدونه د هغو بریدونه ورته دي چې غیر پوځي خلک شهیدان کیږي خو نورو په پرتله ددغو برید ماهیت توپیر لري، داځکه چې هدف یې مذهبي تاوتریخوالو ته لمن وهل دي.
ایران چې تردې وړاندې طالبان یې د ایران ملت قاتلان بلل اوس ورونه بلي او دغې ډلې نه مالي ملاتړ کوي.
د افغان لوړ پوړي چارواکو په وینا داسې شواهد شته چې ښیي ایران طالبانو ته پوځي مشاورین برابروي او هغو ته نظامی او مالي مرستې کوي ترڅو افغان امنیتي ځواکونو پر وړاندې جګړه وکړي.
ایران نه غواړي افغانستان کې سوله رامنځته شي دا ځکه کومه ګته چې افغانستان کې جګړې له امله ایران لاسته راوړې له لاسه یې ورکوي.
افغانستان کې جګړې له امله ایران ته لاندې ګتې لاسته راځي:
– غیر قانوني په توګه د افغانستان له اوبو نه استفاده.
-افغانستان بازار کې بی کیفیته توګې په قیمته بیه خرڅول.
-د مهاجرینو له فزیکی نیرو نه کار اخیستل.
-نړیوالو سازمانونو نه مهاجرینو لپاره پیسې لاسته راوړل او هغوې ته نه ورکول.
نو ایران چې ځان اسلامپاله هیواد بلي او د اسلامیت ټکي نه هم خبر نه دې خپل ګاوندي کې مقتدره هیواد نغواري، نو له همدې امله ایران کوښښ کوي افغانانو په منځ کې تفرقه واچوي او ترهګړ افغانستان کې تقویه کړي.
خو نني افغانان په دې پوه شوي دي چې کامیابي ته د رسیدو یواځېني لاره یووالې دې او بس.
دلته د افغان حکومت مسوولیت بولم چې ایران په دې پوه کړې ترڅو افغان وژنې نه لاس واخلي او اجازه ورنکړي د افغان مظلوم ولس وینه افغانستان کې تویه شي.
د سر لوړي او مقتدره افغانستان په هیله.
آغلې حسیني

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *