ایران له ملګروملتو غواړي چې افغانستان سر د اوبو مسله حال کړي

comments 0

0 Views

هندوکش – ایران: د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې د ایران مرستیال ولسمشر عیسي کلانتري له ملګروملتو غوښتنه کړې چې د افغانستان او ایران د اوبو په وېش کې دخالت وکړي.
د ایران د ولسمشر مرستیال د یاد هېواد لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې سره کتلي دي. په دې لیدنه کې د ایران د ولسمشر مرستیال او ددغه هېواد د چاپېریال ساتنې د ادارې مشر محمد عیسی کلانتري په ایران کې د روانې وچکالۍ په اړه معلومات ورکړي دي.
د ایرنا پر اساس، ښاغلي کلانتري، د ملګروملتو د اوسېدونکو له همږغوونکې مېرمن اوګوچي دانیل سره په کتنه کې د خپل هیواد په سیستان او بلوچستان ولایت کې رامنخته شوي بحران او د دې ولایت د نیم ملیون اوسېدونکو ستونزو ته په اشارې وویل«افغانستان د امریکا د فشار او مداخلې له کبله ایران ته د اوبو د ځانګړې شوې ونډې، چې دوو هیوادونو پرې رسماً موافقه کړې ده، له ورکولو ډډه کوي او له دې امله د ایران د خلکو روغتیا او اقتصاد له خطر سره مخامخ شوی دی.»
دا په داسې حال کې ده چې افغانستان په ځلونو ویلي چې پر ایران یې اوبه بندې کړي نه دي خو د پر له پسې وچکالیو له کبله د افغانستان د سیندونو اوبه کمې شوي دي.
ایران پر افغانستان د اوبو په خاطر او پر امریکا د بندیزونو په خاطر د افغانستان د دولت د وسله والو مخالفانو مالي او پوځي ملاتړ زیات کړی دی چې له کبله یې د افغانستان اقتصادي ستونزې لا ډېرېږي او دا په یو نه یو ډول ایران په خپله اغېزمنوي.

خو د ایران مرستیال ولسمشر ښاغلی کلانتري وايي چې ایران د اخلاقي اصولو او ښه ګاونډیتوب د نورمونو له مخې څه باندې دوه نیم ملیون افغان کډوالو ته پناه ورکړې ده.
کلانتري په ایران کې د اوبو د کمښت د مسلې د یادونې په ترڅ کې وویل، په ایران کې دا ستونزه د نړۍ تر نورو برخو جدي ده.
ایرنا د ملګروملتو د استازې په قول ویلي چې ملګري ملتونه د بېوزلۍ له منځه تګ، د ولسونو هوساینې، خوندي چابېریال او دوامدار پرمختګ ته لومړیتوب ورکوي.
سرچینه : خبریال

Share this page to Telegram

Comments