ایران له افغانستان سره تر هوکړې اضافه اوبه ترلاسه کوي/ نوید احمد څرک

comments 0

1 Views

د ایران او افغانستان ترمنځ د اوبو د هوکړې له مخې ایران باید په ټاکلې اندازه باندې اوبه ترلاسه کړي، خو دا چې ایران د افغانستان له اوبو ډیره ګټه اخلي او زیاته اړتیا لري، له همدې کبله یې له ناامنیو ګټه اخیستې او اوس اضافه اوبه ترلاسه کوي.
ایران په لویدیځه حوزه کې طالبانو او نورو وسله والو ډلو ته پيسې او امکانات ورکوي چې د ایران د ګټو لپاره کار وکړي، دا امکانات او پيسې د ایران لپاره اوس ډیرې ګټورې تمامې شوي چې ستراتيژيکو موخو ته پرې ورسیږي.
وروستي مالومات ښيي چې ایران ته د هلمند سیند سربیره اوس لویدیځه حوزه کې تر ځمکې لاندې او د ځمکې له پاسه ژور کانالونه تير کړي چې د افغانستان او ایران له ګډې پولې ایران خواته اوبه اړوي.
دا ژور کانالونه د ایران لپاره دا ګټه کوي چې کله هم د هلمند او نورو دریایي حوزو اوبه کمیږي، ایران ته یې زور نه رسیږي او یواځې د افغانستان په خلکو باندې اوبه کمیږي.،
هغه ژور کانالونه چې ایران ویستلي دي، هر کله د ایران لپاره اوبه لیږدوي او ایران د اوبو له کمښت سره نه مخ کیږي.
دا کومه پټه موضوع نه ده، بلکې د ایران د بهرنیو چارو وزارت یو چارواکي هم په دې اعتراف کړی چې د افغانستان له ځینو حوزو څخه ایران اوبه د ژورو کانالونو څخه ترلاسه کوي.
دغه راز د ایران ولسمشر حسن روحاني خبرې به تاسو اوریدلي وي چې ویلي یې و، هیڅکله به دوی ارام نه وي چې پر ایران د افغانستان اوبه کمې شي، ایران د افغانستان په اوبو خړوب دی.
ایران هر څومره تاوان ته تیار دی، خو دې ته تیار نه دی چې د افغانستان له لوري اوبه پرې کمې شي، له همدې کبله ایران په لودیځه حوزه کې وسله والو تمویل کوي چې د ایران د ګټو او په ځانګړي ډول د اوبو رسولو برخه کې همکاري وکړي.
دا وسله والې ډلې مسوولیت لري چې د ټولو هغو حوزو د پراختیا او د اوبو مدیریت مخه ونیسي چې ایران باندې اوبه کموي.
ایران چې نن کوم ژور کانالونه خپلې خاورې ته تیر کړي، دا کانالونه هم د وسله والو طالبانو په ملاتړ تیر شوي او ایران د دې په بدل کې د طالبانو ځایي قومندانانو ته زیاتې پيسې او وسلې ورکړي دي.
دا چې افغانستان له کورني دښمن او بهرنیو ترهګرو سره مصروف دی او دې موضوعاتو ته یې پام نه دی، ایران له دې فرصت ګټه پورته کړې.
که افغانستان هر کله له جګړو وزګار شو، همغه ورځ به له پاکستان او ایران سره د اوبو حساب کیږي او افغانستان به په کور دننه د برښنا د تولید ظرفیت ولري.
یو شاعر څه ښه وایي
زما تړلی لاس او ستا درنې درنې څپيړې
یوه ورځ به یې جانانه په حساب کې راولم

Share this page to Telegram

Comments