ایران سعودي سره خبرو ته چمتوالې وښود

comments 0

0 Views

هندوکش – ایران: د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف وایي، خبرو ته د سعودي د امادګي په صورت کې چمتو دي له دې هېواد سره پر موجودو ستونزو خبرې اترې وکړي.
هغه ویلي، دوی تل له خپلو ګاونډیانو سره خبرو ته حاضر دي خو په هغه صورت کې چې ګاونډیان هم د ایران ضد اقداماتو نه لاس واخلي او له دوی سره د ګاونډیتوب ټول اصول په بشپړه توګه په پام کې ونیسي.
ظریف زیاته کړې، ایران هیڅکله هم د خپلو ګاونډیانو پرمخ د خبرو اترو دروازې نه دي تړلي او له دې وروسته هم له ټولو هغو اړخونو سره خبرو ته چمتولی لري چې له دوی سره د دوستۍ فکر لري.
جواد ظریف دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې په دې وروستیو کې ایران په سیمه او نړۍ کې یوازې پاتې دی او د امریکا له خوا له سختو اقتصادي بندیزونو سره مخ دی.
محمد حنیف بیدار

Share this page to Telegram

Comments